د بشر حقونو څار بنسټ وایي؛ چې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د نقض نوملړ اوږد شوی او هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دی.
د بشر حقونو څار بنسټ د یاد سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار څخه په نقل قول په یوه اعلامیه کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه وېروونکي بللي.
یاد بنسټ ویلي؛ چې طالبانو دې شرایطو کې د نجونو او ښځو خپلواکي له منځه وړې ده او دوی یې له خپلو وړتیاوو څخه بې برخې کړې دي.
د بشر حقونو د څار بنسټ زیاته کړې؛ چې د طالبانو لخوا د ښځو د بې حجابۍ له امله د کورنیو د نارینه غړو ته د سزا ورکولو پرېکړه، نارینه پر ښځو د بندیزونو زیاتولو ته اړ کوي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې هېواد کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، دوی هېواد کې پر ښځو او نجونو بندیزونه ډېر کړي.
دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي او د پروګرام په لړ کې د ښځینه ویاندویانو مخ پټول یې جبري کړي.