د بشري حقونو څار بنسټ: طالبان په پنجشېر کې ملکي وګړي وهي او ډبوي

لخوا Aamaj News

د بشر حقونو د څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې طالبان په پنجشېر ولایت کې لومړی ملکي وګړي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیسي او بیا یې وهي او ډبوي کړی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې طالبانو په نورو ولایتونو کې هم د خپل مخالفي جبهې په وژلو لاس پوري کړی.

د بشري حقونو د څار بنسټ د مقاومت کوونکو د بریدونو له زیاتېدو هم یادونه کړې او ويلي یې دي چې د یادو بریدونو له زیاتېدو وروسته طالبانو پنجشېر ته د ګڼ شمېر جنګیالي استولي او د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور یې ولسي خلک بندیان او وهلي او ډبولي.

په همدې حال کې د طالبانو له بندخونې خوشې شویو کسانو د بشري حقونو دغه مدافع بنسټ ته ویلي؛ چې طالبانو دوی وهلي او د مقاومت د جبهې په اړه یې مالومات غوښتي دي.

خوشي شوي کسان دا مني چې پنجشیري ځوانان په څو بندخونو کې په ډلییز ډول ساتل کیږي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د دغه راپور په دوام کې زیاته کړې چې ډله‌ییزه سزا له نړیوالو بشردوستانه قوانیونو څخه سرغړونه او جنګي جنایت دی.

دا په داسي حال کې ده؛ چې تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو آماج ته منلې وه، چې ګڼ شمېر پنجشیري ځوانان د طالبانو له لوري بندیان شوي او په بې رحمانه توګه وهل شوي او ډبول شوي او یو شمېر یې د همدې وهلو په پایله کې ساه ورکړې.

اړوند لیکنې

5 تبصرې

big r November 4, 2023 - 1:03 am

I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!

ځواب
Radio Criativa Caratinga November 4, 2023 - 9:46 pm

A big thank you for your blog.Really looking forward to read more. Want more.

ځواب
K21 News November 11, 2023 - 6:30 am

There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 12:30 pm

You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.

ځواب
dubai racing live parsa tv November 18, 2023 - 6:24 am

Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.

ځواب

یو نظر پریږدئ