د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید ژر تر ژره د خبریالانو، د مدني فعالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو خپلسري نیول ودروي

لخوا Aamaj News

د بښنې نړیوال سازمان وايي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، د بیان ازادي او د ازادۍ حق په بې ساري توګه محدود شوي.

دغه سازمان په یوه راپور کې چې نن (دوشنبه، د وری لومړۍ) یې خپور کړی ویلي، داسې ښکاري چې د ښځو جبري ورکېدل، د خبريالانو او مدني فعالانو په خپل سر بندي کول د طالبانو وروستي تاکتيکونه دي چې غږونه چُپ کړي.

دغه سازمان ټینګار کړی؛ چې د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو نړیوال معیارونه رعایت کړي او ټولو افغانانو ته اجازه ورکړي چې له وېرې پرته په ازاده توګه خپل حقونه وکاروي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي؛ چې دوی د خپل سرو نیولو نهه قضیې مستند کړي دي او دا چې د طالبانو لخوا غیرقانوني نیونې او په زوره ورکیدل د هغو کسانو په وړاندې ترسره شوي چې د سوله ایزو لاریونونو یا د بیان د ازادۍ د حق د کارولو له لارې یې طالبان تر پوښتنې لاندې راوستل.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې د ماشومانو په ګډون له ۶۰ ډېر کسان د طالبانو له خوا په خپلسري او غیر قانوني توګه بندیان شوي دي، د دې سازمان په وینا ښايي دا شمېره د هغه څه په پرتله لوړه وي چې رسنیو یې راپور ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان همداشان ویلي: “موږ پر طالبانو غږ کوو چې ټول هغه کسان چې له خپلو حقونو څخه د ګټې اخیستنې له امله نیول شوي دي، ژر تر ژره او پرته له شرطه خوشې کړي.”

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، نړیواله ټولنه، د سیمې هېوادونه او نور هغه هېوادونه چې له طالبانو سره مستقیم اړیکې لري، باید له دې ډلې وغواړي چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او ملاتړ یې وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د خپلسری توقیفونو په ځانګړې توګه د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه سازمان ټینګار کړی و؛ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه وضع او پلي شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې وه؛ چې ښځو ته ویل شوي چې دوی نشي کولی کار ته ستنې شي یا له نارینه پرته آزاد سفر وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ