د بشري حقونو د څار سازمان په خپل نوي کلني راپور کې، چې د نړۍ له ۱۰۰ څخه ډېرو هېوادونو څخه یې څېړنه او راټول کړی، په افغانستان کې یې د بشر حقونو وضعیت ماتوونکی بللی.
د یاد راپور پر بنسټ؛ د پخواني حکومت له سقوط شپږ میاشتې وړاندې، د دولت او طالبانو تر منځ په جګړو کې د غیر پوځي کسانو مرګ ژوبله په بې ساري ډول پورته شوې وه.
خو د طالبانو له بریالي کېدو وروسته افغانستان له بشري کړکېچ څخه د بشری ناورین په لور مخه وکړه.
دغه راپور څرګنده کړې؛ چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو حقو تر پښو لاندې کړي او په رسنیو کې یې د دوی شتون کم کړی.
د بشر حقونو د څار سازمان د کلني راپور پر بنسټ، طالبانو له بریالي کېدو وروسته د رسنیو فعالیتونه کم کړل او له همدې امله یو شمېر رسنۍ وتړل شوې او خبریالان له افغانستان څخه وتښتېدل.
همداشان دغه راپور زیاتوي؛ چې طالبانو د افغانستان بېلا بېلو ولایتونو کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو په څارولو، وژلو او ورکولو لاس پورې کړی.