د قانون او اسلام له لید کور په کور پلټنې؛ آیا طالبان د توکمیز غوره‌والي په لټه کې دي؟

لخوا جمشید وکیلی

د طالبانو حکومت له لوري د کابل شمال سیمو، پروان، کاپیسا او پنجشیر کې د کور په کور پلټنو څخه حکایت کوونکي راپورونه په څو وروستیو ورځو کې په بیابیا ځلې خبرونه او راپورونه خپرېږي. هغه موضوع چې بې له پښتنو د نورو توکمو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا لري، چې دا پلټنې د ترهګرو د نیولو لپاره دي او له عادي خلکو سره کار نه لري؛ خو د کابل شمال او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو دا کړنه ناقانونه، غیر اسلامي او توکمیز لید لوري پر بنسټ ځان ته سپکاوی ګڼي.

خو آیا د طالبانو له لوري کور په کور پلټنې له حقوقي، دیني او سیاسي لید لوري د توجیه وړ دي؟

له حقوقي لیدلوري څېړنه

د کورنیو او بهرنیو جرمونو په وړاندې د مبارزې پخوانۍ څارنواله، مدینه د جزایي کړنو د قانون پر بنسټ د ښاریانو خصوصي حریم ته دننه کېدل په دې ډول شرحه کوي، چې د دغه قانون د ۱۲۴ مادې پر بنسټ “چې د استوګنځیو پلټنه باید د دادګاه پر حکم او د موظف څارنوال په شتون کې، امنیتي او کشفي ارګانونو، د استوګنځي صاحب، د سیمې مشر، د شورا رئیس او د جومات امام په شتون کې باید ترسره شي او باید له ماښام وړاندې او د سهار له لمونځ وروسته ووسي.”

مدینه د جزایي قانون پر بنسټ هر ډول مسکوني ځایونو کې د ښځینه څارنوالې له شتون پرته هر ډول پلټنې ته په اشارې سره زیاتوي: “په داسې حال کې چې لیدل شوی مجرم د تئښتې وړ وي استوګنځي ته دننه کېدل د محکمې له حکم پرته ترسره کېږي؛ خو د کشفي ځواکونو موظف څارنوال د استوګنځي صاحب او شورا رئیس باید شتون ولري.”

نوموړې زیاتوي؛ چې له پلټنې وروسته قضیه باید ۲۴ ساعتونو کې محکمې ته خبر ورکړل شي او همداشان د مسکوني ځایونو پلټنې له ښځینه کارکوونکې پرته امکان نه لري.

خو د اسلام له لیدلوري؛ استوګنځي ته دننه کېدل جواز لري؟

هاشمی په بلخ ولایت کې یو دیني عالم له آماج سره خبرو کې د کسانو خصوصي حریم باندې د تېري په اړه د د اسلام د حک په اړه داسې وایي: “په اسلام کې د خلکو خصوصي حریم ته دننه کېدل تېری دی او د حکم د تنفیض صلاحیت یوازې باصلاحیته محکمه لري.”

نوموړی زیاتوي: “له شواهدو، قوي دلیل او د محکمې له حکم پرته د کسانو په خصوصي حریم کې هره کړنه تېری حسابېږي.”

د نوموړي په وینا حضرت محمد (ص) وایي: “هر هغه کس چې له خپل شخصي حریم څخه دفاع وکړي او ومري، شهید دی او دا په دې مانا ده چې د خلکو په خصوصي حریم تېری جرم بلل کېږي او د اسلام دین، مسلمانان له خپل خصوصي حریم څخه دفاع ته هڅوي.”

هاشمي په دې باور دی؛ چې دا ډول پلټنې چې تر اوسه نه کورنۍ مقبولیت لري او نه نړیوال مشروعیت؛ د خلکو ترمنځ د کرکې ډېرېدو لامل کېږي. نوموړی حدیث شریف ته هم اشاره کړي: “ملک له کفر سره پاتې کېږي، مګر له ظلم سره هېڅکله.”

آیا کور په کور پلټنې له سیاسي اړخه جواز لري؟

په بریتانیا کې د افغانستان څېړونکی او لیکوال، واحد خُرم له آماج سره مرکه کې د طالبانو له لوري کور په کور پلټنې د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف بولي او هغه د ټولنې تر منځ د وېرې لامل بولي چې د نوموړي په وینا؛ چې دا کړنه د خلکو تر منځ د حکومت په وړاندې د بد لید د پراخېدو لامل کېږي.

خُرم له سیاسي او توکمیز لیدلوري دا موضع داسې څرګندوي: “پسرلی راتلونکی دی په دې سیمو کې د مقاومت ځواکونه د پراخېدو په حال کې دي؛ د دې سربېره خلک هم د طالبانو یو توکمیزې رهبرۍ څخه ستړي شوي، د طالبانو حکومت ستنې په لړزېدو دي او خلک د طالبانو په وړاندې یو پاڅون ته چمتو دي، له دې امله دوی غواړي خلک بې وسلې کړي، چې په وړاندې یې ونه درېږي.”

نوموړی وایي؛ چې د طالبانو دا کړنه انساني کرامت ته د دوی درناوی نه کړل څرګندوي او په افغانستان کې به د لا ډېرو توکمیزو بدلیدنو او په پایله کې د توکمیزې جګړې لامل شي.

خُرم له شمالي خلکو سره د طالبانو دوښمنۍ او د دغه کينو تاریخي ریښو ته کتنه کړې او وایي: “طالبان د ملا تره‌خیل په خوا کې چې د کابل په ختیځ کې دی یو کسیز چلند کړي خو د کابل په شمال کې چې تاجېکان او لویدیځ کې چې هزاره‌ګان دي عام چلند کړي؛ ځکه طالبان له دې خلکو ویره لري.”

نوموړي زیاته کړې؛ چې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې داسې پېښې کېږي: “د بېلګې په ډول د امان‌الله خان په وخت کې هم دا کړنه ترسره شوې وه او امیر حبیب‌الله کلکاني له همدې سیمې د مقاومت لپاره راپاڅېد؛ ځکه هغه مهال هم د شمالي خلک تر ظلم لاندې وو.”

نوموړي زیاته کړې؛ چې د نادرخان په وخت کې هم د”شمالي اشرارو مډال” وېشل شوی و او سویلي خلکو ته یې امتیاز ورکړ چې تاسې عسکري مه کړئ او مالیه مه ورکوئ او بدل کې یې ولاړ شی د شمالي خلک وځوروئ او مال یې واخلی.”

خُرم زیاتوي؛ د وخت په تېرېدو سره د ظاهرشاه د کاکا هاشم په سلطنت کې هم د شمالي خلکو په وړاندې ورته ظلمونه کېدل. خو ورته بې فکره کړنې د سویلي خلکو په وړاندې د شمالي خلکو د کرکې رامنځته کېدو لامل شوي. همدا اوس هم لیدل کېږي چې طالبان د مشرقي او څرخي پله له لوري ډاډمن دي، ځکه د دې سیمو خلک بېل کلتور او ژبه لري، له دې امله طالبان له دې سیمو وېره نه لري.”

له دې سره چې حاکمیت په بشپړ ډول یو توکمیز بلل کېږي، خو طالبان یې نه مني. خو د طالبانو مخالفین په دې باور دي؛ چې توکمیز سیاست دی. دوی وایي له پښتون سره ژوند کېږي خو له پشتونېزم سره هېڅکله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ