د پارسي ژبې مشهور شاعر او څېړونکی، امیر هوشنګ ابتهاج په سایه ملقب د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
د هوشنګ ابتهاج لور، یلدا ابتهاج نن سهار (چهارشنبه، زمري ۱۹مه) په خپل انسټاګرام پاڼه کې د خپل پلار د مړینې خبر ورکړ.
هغې په یوه پوسټ کې لیکلی: «زموږ سایه د ۷،۰۰۰ کلنو سره سر په سر شو.»
سایه د احمد ظاهر د مشهورې سندرې «امشب به قصه دل من ګوش می کنی…» په شعر سره د افغان موسیقي خوښوونکو لپاره یو پیژندل شوی نوم دی.
د یادونې وړ ده چې نوموړی څه موده وړاندې د پښتورګو د ناروغۍ له امله د جرمني د کلن ښار په یوه روغتون کې بستر شوی و.
هوشنګ ابتهاج په ایران کې زیږیدلی او د ۱۳۰۶ کال د کب په میاشت کې د دغه هېواد په رشت کې دې دنیا ته سترګې خلاصې کړې.
نوموړی خپله لومړنۍ شعري ټولګه په ۱۳۲۵ لمریز کال کې خپره کړه او زیاتره یې نوي شعرونه، غزلونه او مثنوي ويلي دي.
«نخستین نغمه ها، سراب، سیاه مشخ، شبګیر، زمین، چند برگی از یلدا، یادنامه، تا صبح شب یلدا، یادګار خون سرو، حافظ به سعی سایه، تاسیان مهر او بانک نی» د سایه د اثارو په توګه یادیږي.