د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار په پوره ډول د ښځو مخ پټولو په اړه د طالبانو پر پرېکړه نیوکه وکړه.
حکمتیار ویلي؛ چې طالبان دې پر ښځو او نجونو ځانکړې جامه نه تحمیل کوي چې په اړه په قران او سنتو کې واضح نه دي راغلي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ (جمعه د غبرګولي ۱۳مه) د جمعې لمونځ په خطبه کې کړې دي.
د اسلامي حزب رهبر زیاته کړې: «طالب چارواکو ته وړاندیز کړم چې پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې دې ځانګړې جامې نه تحمیل کوي چې په اړه یې په صریح ډول په قران او سنتو کې نه دي راغلي او نه یې په واجب او حرام والي کې امر او نهیې شتون لري.»
نوموړي زیاته کړې چې مخ، لاسونه او پښې د ښځو په عورت کې شامل نه دي او په دې اړه اجماع هم شتون لري.
حکمتیار د حج په مراسمو کې د ښځو ګډون ته په اشارې سره ویلي دي؛ چې په حج کې ښځې نه مخونه پټوي او نه لاسونه.
دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې د تلویزیوني شبکو ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو په اړه د طالبانو فرمان د افغانستان یو شمېر نورو سیاسونو له نیوکو سره هم مخ شوی وو.
5 تبصرې
Some really excellent info I look forward to the continuation.
Definitely what a great blog and instructive posts I definitely will bookmark your site.All the Best!
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..
Great information shared.. really enjoyed reading this post thank you author for sharing this post .. appreciated
Thank you for starting this up. This website is something that is needed on the internet someone with a little originality!