د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار وایي چې “د اوږدې او خونړۍ جګړې پای، د اشغال پای مونده، د ټولو بېګانه ځواکونو وتل، په بېګانهګانو پورې تړلي خورا فاسد حکومت نسکورېدل او د واک خپلواکو جزیزو انحلال د طالبانو حکومت مُهمې لاسته راوړنې دي.”
حکمتیار نن د جمعې لمونځ په خطبه کې ویلي؛ چې د دې حکومت مخالفین پر بېوزلۍ او بېکارۍ سختې نیوکې لري، اوسنی حکومت ناکام بولي او د پخواني حکومت په دفاع بوخت دي؛ په داسې حال کې چې اوسنۍ بېوزلي د شل کلن اشغال پایله ده.
نوموړي ویلي؛ چې پخواني حکومت په هېڅ سیمه کې کارموندنه نه کړې او پلان یې دا و، چې تر کومه توانېږي افغانستان ویجاړ کړي.
د اسلامي حزب د رهبر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې د نړیوالو بنسټونو د ارزونې پر بنسټ؛ د افغانستان خلکو مطلق اکثریت له بېوزلۍ سره لاس او ګریوان دي. خو طالبان وایي؛ وضعیت د ښهوالي په لور روان دی.
1 تبصره
Great post Thank you. I look forward to the continuation.