د هیواد غرختونکی، علی اکبر سخي د نړۍ دوهمي لوړي څوکي (K2) ته د ختلو پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا څوکه د اوریست نه وروسته د نړۍ دوهمه لوړه څوکه ده چې د پاکستان په شمال کې موقعیت لري او د سیند له سطحي نه یې لوړوالی ٨٦١١ متر دی.
دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، چنګاښ ٣٠مه) رامنځته شوې ده.
د نوموړي د مړیني لامل لا نه دی معلوم، خو ښایي د اکسېجن کموالی د پېښي لامل وي.
ښاغلی سخي د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د غرختني په برخه کې روښانه کارنامه لري. نوموړي او نهه کسیزه ټېم یې په ٢٠٢٠ کې وکولای شو چې له ١٧ ورځو غرختني وروسته د افغانستان په شمال ختیځ کې د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه، د نوښاخ څوکه فتحه کړي.
تر اوسه ٣٧٧ غرختونکي توانېدلي د (K2) څوکي ته وخیږي او دا د نه لاس رسی وړ څوکي د فتحي ویاړ ترلاسه کړي.
3 تبصرې
where can i buy cialis on line Microglia were recently shown to directly activate astrocytes via a series of soluble factors, i
buy cialis online 20mg Clinical Monitoring During Cardiac Arrest
36 hour cialis online F, Simulated Process S for Sik3 and Sik3 Slp mice