د طالباني حجاب ملاتړ غونډي؛ جبر او که هڅونه؟

لخوا Jamshid Wakili

وروسته له هغه چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو لپاره د حجاب اغوستل لازمي کړل، دوی اوس په بېلابېلو ښارونو کې د دغه ډول حجاب د ملاتړ لپاره په تبلیغاتو لاس پوري کوي. تېره اوونۍ په مزارشریف کې په یوه دیني مدرسه کې یو شمېر ښځو د یوې غونډي په ترڅ کې د طالبانو له خوا د لګول شوي پوښښ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. همدارنګه د نیمروز، کندهار او بدخشان په ښارونو کې هم یو شمېر ښځو د دغه پوښښ څخه ملاتړ کړی دی.

له بلې خوا د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او د ښځو د حقونو فعالان په دې باور دي چې دا ښځې د طالباني حجاب کمپاین لپاره یا پیسې ترلاسه کوي او یا هم په زور د دا ډول لاریونونو په ترسره کولو مجبوري کیږي. خبريال هارون نجفي زاده په خپل ټويټر ليکلي، چې په لاريون کې برخه اخيستونکو مېرمنو ته ۵۰۰ افغانۍ او ويناوالو ته درې زره افغانۍ ورکړل شوې. تر دې مخکې په بدخشان کې د مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې طالبانو د بدخشان د شرعیاتو پوهنځۍ ز‌ده کړيالاني د اجباري حجاب ملاتړ غونډي ته  د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست تالار ته بېولي دي.

له ښځو سره د طالبانو چلند او هغه خنډونه چې دوی یې پر وړاندې اچوي، یو له هغو مهمو لاملونو څخه دی چې نړۍ او مدني ټولنې د طالبانو له حکومت سره مخالفت کوي. د طالبانو حکومت لومړی د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړلو، بیا په رسنیو کې د ښځینه ویناوالو په مخ پټولو او اوس د حجاب د اجباري قوانینو په پلي کولو سره وښوده، چې دوی له شل کاله پخوا سره هیڅ تغيير نه ددي کړی او لا هم خپلو افراطي سیاستونو ته دوام ورکوي.

هغه څه چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه د خلکو اندېښنې راپاروي؛ یواځي دا ډول غونډي نه دي. د طالبانو د امر بالمروف چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو، چې دوی به لومړی هڅه وکړي چې د تبلیغاتو له لارې خلک د حجاب اغوستلو ته اړ کړي او په بل ګام کې به د سزا ورکولو له لاري خلک دې ته اړ کړي څو د امر بالمعروف وزارت لخوا تشریح شوی حجاب مراعت کړي.

په بامیان ولایت کې د طالبانو له لوري له خپرې شوي اعلامیې څخه ښکاري چې طالبانو ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی که اسلامي حجاب چې عکس یې هم په اطلاعیه کې شته مراعت نه کړي، مجازات به شي او پایله به یې د دوی خپل په غاړه وي.

خو په مزارشريف کې يو ديني عالم چې نه يې غوښتل د امنيتي دلايلو له امله يې نوم واخيستل شي، آماج سره په مرکه کې وويل چې طالبان د اسلامي شريعت په خپله خوښه او د خپل پوهاوي په کچه تفسير کوي او د حجاب په اړه اساسي اسلامي لارښوونې دا نه دي. هغه زیاته کړه: «لومړی دا چې اسلام د حجاب په اړه هيڅ کوم رنګ نه دی ټاکلی او دویم دا چې د پوښښ ډول وخت ته په کتو سره بدلېدونکی دی. د اسلام سپېڅلي دين د ټولو مسايلو په اړه يوازې يو څو اساسي اصول بيان کړي او پاتې يې د هماغه زمان او مکان شرايطو ته پرېښي دي. له دې مخي اسلام په هر وخت او هر ځای کې د پلي کولو وړ دی. خو کوم تفسير چې طالبانو له اسلام نه لري نه یواځي داچې ټول شموله نه دی آن د یوه کوچني ولایت د جغرافیا لپاره هم ممکن نه دی چې پلي شي. طالبانو د اسلام تر جهان شموله قوانینو ډېر د افغانستان قبیلوي قوانینو ته باورمند دي او د اسلام په نامه یې پر خلکو پلي کوي.»

په وروستیو میاشتونو کې افغان میرمنو په وار وار په سړکونو او رسنیو کې د طالبانو د جبري حجاب پر ضد خپل مخالفت څرګند کړی دی. دوی د «طالبانی حجاب نه کلتوری دی او نه اسلامی دی» په شعارونو سره ادعا وکړه چې د لاس او مخ پټول په اسلام کې لازم نه دی او هغه څه چې طالبان د اسلامی حجاب په نوم پر خلکو تحمیلوی، د اسلام د احکامو خلاف کار دی.

طالبانو همدارنګه د نجونو په ښوونځیو کې د ماشومانو لپاره اسلامي حجاب اغوستل اجباري کړي دي.

اړوند لیکنې

5 تبصرې

Fox News Radio November 4, 2023 - 12:33 am

This post post made me think. I will write something about this on my blog. Have a nice day!!

ځواب
Radio Free Station November 4, 2023 - 9:23 pm

There is some nice and utilitarian information on this site.

ځواب
bbcpersian com November 10, 2023 - 5:49 pm

For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents. Watch bbcpersian com

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 11:57 am

I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great

ځواب
watch horse racing online November 18, 2023 - 4:38 am

This is my first time pay a quick visit at here and i am really happy to read everthing at one place

ځواب

یو نظر پریږدئ