د حجاب جبري کېدل؛ ریچارډ بینیټ: طالبان ګام په ګام د ښځو بشري حقونه له منځه وړي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ نن (یکشنبه، د غوايي ۱۸مه) د ښځو پر جامو د طالبانو د وروستیو‌ محدودیتونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي چې طالبان په تدریجي ډول د ښځو بشري حقونه له منځه وړي.

ښاغلی بینیټ زیاته کړه چې طالبانو د اجباري مخ پټولو په اړه د وروستني فرمان له لارې د ښځو پر زده کړو، تګ راتګ، کار او عامه ژوند محدودیتونه لګولي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې له بشري حقونو څخه سرغړوني باید عواقب ولري او د دې وخت دی چي نړیوال کمیسیون اقدام وکړي.

دا په داسي حال کې ده چي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په وروستنی محدودیت کې د بالغو ښځو له خوا د حجاب اغوستل «فرض او اړین» بللی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چي د حجاب غوره ډول د «چادرۍ» اغوستل دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ