د امر بالمعروف او نهیې عنالمنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د ښځو حجاب په اړه د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار د وروستیو خبرو په غبرګون کې ویلي: «دا بېچاره د مالوماتو له نشتون سره مخ دی.»
عاکف مهاجز په یو ټویټ کې لیکلي چې د اسلامي حزب غړو یو وخت کابل او د پاکستان شمشتو کمپ کې پر لوڅ مخ ښځو باندې تېزاب پاشل؛ خو نوموړی اوس د ښځو د مخ پټولو په هکله خبرې کړي.
په ورته وخت کې؛ مهاجر شیبې وروسته خپل ټویټ پاک کړ.
دا په داسې حال کې ده؛ چې حکمتیار تېره ورځ د جمعې لمونځ په خطبه کې د ښځو مخ پټولو په اړه د طالبانو پر پرېکړه نیوکه وکړه.
نوموړي ویلي وو: «پر افغانانو او پهٔ ځانګړي ډول ښځو باندې ځانګړې جامې مه تحمل کوی چې په اړه یې قران او سنتو کې واضح څه نه دي راغلي.»