هرات کې چاودنې؛ د اوه کسانو ژوند واخیست او ۹ کسان نور یې ټپیان کړل

لخوا Aamaj News

د هرات ښار دولسمه امنیتي حوزه کې د یوې چادنې له امله اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۹ نور ټپیان شول.

دا پېښه نن ماښام ۶:۳۰ دقیقې د هرات ښار حاجي عباس سیمه کې شوې.

په هرات کې طالب چارواکي وایي؛ چې دا پېښه هغه مهال شوې چې د هرات دولسمه امنیتي حوزه کې یو تونس ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي چاوددونکي موادو چاودنه وکړه.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب، عارف جلالي وایي چې وژل شویو کسان کې دوې ښځنه هم شته.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ