هرات کې د نامالومو وسلوالو برید؛ درې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لخوا Aamaj News

هرات ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې نامالومو وسلوالو په درې طالبانو برید کړی.

یادو سرچینو تېره ورځ (شنبه) ناوخته ویلي چې د نامالومو وسلوالو د برید په پایله کې یو طالب وژل شوی او دونه نور طالبان سخت ټپیان شوي.

سرچینې زیاتوي چې دا پېښه د هرات ښار نهمې ناحیې اړوند د عربو محله کې شوې ده.

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ