هرات کې د طالبانو د قول اوردو پر کارکوونکو برید؛ ۱۶ کسان ټپیان شوي

لخوا Aamaj News

هرات کې سرچینې آماج ته وایي چې نامالومو وسلوالو نن سهار د یاد ولایت مرکز کې د طالب ځواکونو د لېږد په یو کاسټر ډوله موټر ډزې کړې دي.

یاد کاسټر موټر هرات کې د طالبانو الفاروق ۲۰۷ قول اوردو د ځواکونو اړوند وو.

د سرچینې په وینا؛ یاده پېښه کې ۱۶ کسان ټپیان شوي. په دې منځ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه هم ورکړل شوي.

طالب امنیتي چارواکي وایي؛ بریدګر چې درې کسان وو د پوځیانو پر کاسټر له ډزو وروسته یې یاد موټر ته نارنجک هم اچولي.

هرات کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند محمود شاه رسولي وایي چې د دوی ځواکونه د نښتې له پیل سره لاس په کار شوي او یو برید ګر یې وژل او دوه نور له سیمې په تېښته بریالي شوي.

په ورته وخت کې؛ د پېښې شاهدان وایي چې نښتې نږدې نیم ساعت دوام درلود او سیمه کې سختې ډزې شوې دي.

د یاد برید مسوولیت لا کوم کس یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ