د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ښار کې یو هټۍوال ځان راځوړند کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
یاد هټۍوال محمد نعیم نوم درلود او تېره شپه (جمعه د وږې ۲۵مه) یې ځان راځوړند کړی.
د یاد هټۍوال د ځان وژنې لامل اقتصادي ستونزې بلل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ځان وژنو کچه لوړه شوې ده.
اقتصادي ستونزې، بېکاري او کورني تاوتریخوالي د دې ځان وژنو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.