په لښکرګاه کې تر وخت تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول سوه

لخوا Aamaj News

دهلمند دعامي روغتيا ریاست مرستیال، داد محمد محمدي وايې اته ټنه تر وخت تېر درمل او خوراکې توکې په داسي حال کي وسوځول چې داستخباراتو، ښاروالۍ، او چاپیریال ساتني ادارو استازو هم ګډون درلودی.

محمدي وایي دا خوراکې توکې او درمل دعامي روغتیا ریاست دبرسۍ ټیم لخوا راټول سوي وه چې عملا وسوځول سوه.

ښاغلی محمدي زياتوي تردې وروسته به ځانګړي کمیسیون دمرکز ترڅنګ په ولسوالیو کې هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړی وایي اداره يې دبې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکې توکو او درملو په دومداره توګه راټولولو لپاره کار کوي.

د ده په وینا چې په سوځول سوو موادو کي درمل اوخوراکې توکو کې تر ډېره حده مشروبات شامل وه.

محمدي درمل پلورونکو ته سپارښتنه وکړه چې ټول درمل پلورونکي مکلف دي چې درمل په ښه حرارت لرونکي پلورنځیو کې وساتي.

مسئولین وايي چي دناقانونه درملو دپلور مخنیوی به هم په جدی توګه وکړي.
د يادوني وړ ده چې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د عامي روغتيا رياست دا لومړى ځل دي چې بې کيفټه توکې سوځوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ