لښکرګاه ښار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه ښوونځی جوړېږي

لخوا Aamaj News

ياده ښوونځي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د دوهمي حوزې اړوند په قصبه سیمه کې د یوې متواسطه ښونځي تدريسي بهير پيل سو. یاده ښوونځي د قصبې سیمي د اوسېدونکو د غوښتني په اساس جوړېږي.

د هلمند ولايت د پوهني رياست د تعلیم او تربیې د مرکزي حلقې مسؤل مولوي محمد عوض انصاري د خبرو پر مهال وويل؛ دا د خوښۍ ځای ده، چې خلک د یوې تعلیمي ادارې د جوړېدو غوښتنه کوي او زیاته یې کړه، چې دولت به هم د عصري او دیني زده کړو په برخه کې د هیواد بچیانو ته بشپړه زمینه برابره کړي.

نوموړی وويل هیواد په هره برخه کي لوستو کسانو ته اړتیا لري ، چې په وینا یي که لوستي ځونان ولرو په راتلونکي کې به مو هیواد زیاتي لاسته راوړني ولري.

دغه راز د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت د زده کړو پر ارزښت هر اړخیزي خبري وکړي او زیاته یې کړه چي یاده ښوونځي د ۱۰ میلیونه افغاینو په ارزښت جوړېږي چي ۹ درسي ټولګي به ولري.

د ده په خبره چې د یادي ښوونځۍ تر جوړېدو ورسته به د دې ښوونځۍ زده کوونکو ته کتابونه او قرطاسیه هم ورکول سي.

پر ورته وخت د یادي سیمي اوسېدونکو خوښي وښوده او وه يې ويل چې وړاندي یې بچیان د زده کړو لپاره د لیري سیمو ښوونځیو ته تلل چې په وینا یي د دې ښوونځۍ په جوړولو سره به یې د بچیانو د زده کړو ستونزه حل سي.

د يادوني وړ ده چې هلمند کې دا مهال ۲۰۰ ښوونځۍ ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په کرایه کورونو کې زده کړي کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ