حکمتیار: له قانون او عدالت پرته د هر نظام پایله سقوط ده

لخوا Aamaj News

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې له قانون او عدالت پرته د هر نظام پایله سقوط ده.

ښاغلي حکمتیار ویلي دي چې د هر نظام او هیواد بقا، امنیت او ثبات د فردي او ټولنیزو چارو د قانون له مخې تنظیم او قانون او عدالت ته د یو ژمن حکومت په ګرو کې دي.

نوموړي څرګنده کړې «له دواړو قانون او عدالت پرته؛ او د هر یو نه شتون د سیسټم د پرځېدو لامل کيږي.»

دا په داسي حال کې ده چې ښاغلي حکمتیار تېره اوونۍ د جمعې د لمانځه په خطبه کې ويلي و چې طالبان دي پر افغان مېرمنو او نجونو ځانګړی پوښښ ونه‌ تپي.

هغه زیاته کړې وه، طالبان دي پر ښځو او نجونو داسې ځانګړي پوښښ ونه تپي، چې په قران او سنتو کې ورته څرګنده اشاره نه وي شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ