د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار وایي چې د کابل او اسلام آباد تر منځ واټن د لیري کېدو په حال کې دی او له یوې خوا کابل او نوی ډهلی سره نږدې کیږي.
ښاغلي حکمتیار یوې پاکستاني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «څرنګه چې د پاکستان او افغانستان دوښمن یو دی او دوښمنان د خلکو له دغه وضعیت نه ګټه پورته کوي؛ د دولتونو له زیانمن کېدو وړاندي دغه دوه هیوادونه باید د مخ پر ډېرېدو واټن د مخنیوي لپاره اغیزمن ګامونه اوچت کړي.»
نوموړي وویل چې تحریک طالبان پاکستان د امریکا د یرغل پر مهال رامنځته او فعال شو. هغه زیاته کړې چې دا موضوع پخوانۍ ده او نباید چې د افغانستان له اوسني حکومت سره اړوند شي.
له بلي خوا حکمتیار یادونه کړې چې داعش په افغانستان کې د اندېښنې وړ نه دی.
هغه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د خوښي په څرګندولو ویلی: «جګړه نور په افغانستان کې ختمه شوې او بهرني یرغلګر نور دلته نشته، افغانان کولای شي ځانته سیسټم ولري.»
د حزب اسلامي مشر ټینګار کړی چې افغانستان تر بل هر وخت یو بې طرف، واکمن او با ثباته حکومت ته اړتیا لري. هغه د خلکو اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویلي چې طالبانو باید د نړیوالي ټولني لخوا د په رسمیت پېژندلو وړاندې داخلي مشکلات حل کړي.
هغه همدارنګه د په رسمیت پېژندلو لپاره طالبانو ته د پارلمان د جوړولو وړاندیز کړی او زیاته کړې: «دوی باید یو منتخب پارلمان تدوین کړي چې د هیواد اساسي قانون معرفي کړي.» د هغه په باور په دې ډول بهرني هیوادونه به «مجبور شي» څو د طالبانو حکومت په رسمیت و پېژني.
حکمتیار په دغه مرکه کې د بهرني ځواکونو بېړني وتلو او د اشرف غني تېښتي ته په اشارې سره ویلی: «دوی غوښتل چې په افغانستان کې د یوې بلي جګړې په تپلو، غچ واخلي.»
نوموړي څرګنده کړې چې که اوس هر هیواد وغواړي جې د طالبانو دولت په رسميت و پېژني، متحده ایالات هغه ګواښي او له هغه څخه لیري کیږي.
هغه څرګنده کړه چې اوسني دولت د یو ویجاړ شوی افغانستان وارث دی چې په هغه کې نږدې پنځه لسیزي فعاله جګړه جریان درلود.