د حزب اسلامي ګوند رهبر ګلبدین حکمتیار په یوه تبصره کې؛ اوکراین کې د روسیې جګړې ته کتنه کړې؛ چې د اوکراین د جګړې په اړه د یواړخیړې تصبرې شاهد دی او ځینو ته یې ډېره برسېرنه کتنه کړې؛ نوموړي د بېلګې په ډول ویلي چې ځینې دا برسېرنې کتنې د دې ادعا د اثبات په لټه کې دي چې ښایي روسیه دغې جګړې ته کښل شوې چې طرحه یې پنتاګون جوړه کړې.
حکمتیار زیاته کړې: “خو دې ته کمه کتنه شوې چې د روسیې لخوا د اوکراین جګړه کې بریالي کېدل او د له اتمي وسلو له تاسیساتو، پرمختللې کرهنې او د سیمي استراتژیک اهمیت سره د دغه ارزښتمن اروپایي او د مساحت له لوري له روسیې وروسته دویم لوی هېواد بشپړ نیولو سره به امریکا ته څه پېښ شي او په افغانستان کې له شرموونکې ماتې وروسته به د امریکا لړزېدلي باور ته څومره زیان پېښ کړي.”
د اسلامي حزب رهبر په دوام کې څرګنده کړې؛ چې مسکو د جګړې اړخونه او د افغانستان په جګړه کې د ستړي کوونکي او بې لاسته راوړنې جګړې په سر کې یې د امریکا او ناټو ضعیف شوې روحیه یې هم محاسبه کړې.
نوموړي څرګنده کړې؛ چې روسیه په ښه ډول پوه شوې چې د اوکراین جګړه کې بریا به د روسیې لپاره څه مانا ولري او تله به په کومه کچه د روسیې په ګټه بدولون وکړي.
حکمتیار ویلي: “روسیې په خپلو ارزونو کې نه یوازې غلطي نه ده کړې، بلکې کره او سنجیده عمل یې کړی او غوښتي یې دۍ چې له شته فرصت پوره ګټه واخلي.”
ګلبدین حکمتیار ټینګار کړی؛ چې د روسیې لخوا د اوکراین فتحه به چین ته دا لارې چارې برابرې کړې چې د تایوان ستونزه له مقاومت پرته پا آسانۍ سره حل کړي.
د حزب اسلامي ګوند د رهبر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر اوکراین د روسیې له برید دوه اونۍ تېرېږي، خو لا هم د دې هېواد پلازمېنه کيیف د ولسمشر زلنسکي تر رهبرۍ لاندې د دفاعي ځواکونو سره دی او نوموړی له مقاومت او بریا خبرې کړي.