په ننګرهار او هرات کې د حزب اسلامي ګوند د دوو غړو تر وژل کېدو وروسته د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار خپلو ځواکونو او پلویانو ته امر کړی، چې د امنیت د تامین په برخه کې له هیچا څخه ډېره تمه ونه لرئ؛ بلکه خپل امنیت پهخپله وساتئ.
د دغه ګوند مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د سنبلې په ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې د ګلبدین حکمتیار په حواله لیکلي: مخلص او وفادار مجاهدین نه پرون خوندي وو او نه هم نن خوندي دي او موږ باید دا د یوې تریخ حقیقت په توګه ومنو.»
حکمتیار خپلو سرتیرو ته سپارښتنه کړی چې خپل امنیت پهخپله وساتئ او د طالبانو له نوم اخیستو پرته یې ويلي: «له هیچا د امنیت تمه مهکوئ.»
هغه زیاته کړی: «کله ناکله څوک په همداسې بېځایه توقع کې زیانمن کیږي او د دې پر ځای چې مناسب امنیتي تدابیر ونیسي، او خپله چاره وکړی له نورو څخه د امنیت تمه کوي؛ مګر په پای کې، هغه د خپلو توقعاتو قرباني کیږي.»
حکمتیار په دوام کې زیاته کړی: «دا سپارښتنه بايد ما ډېر د مخه خپلو مجاهدينو وروڼو ته کړی واي، زه معافي غواړم چې ډېر وروسته يې کوم»
د حزب اسلامي مشر ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت داسې دی چې هر سړی باید پهخپله امنیتي تدابیر ونیسي.
هغه طالبانو ته هم سپارښتنه کړی چې د جهاديمشرانو د امنیت په تامین کې خپل شرعي مسوولیت ادا کړي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړی: «که هغوی داسي احساس کړي چي دلته خوندي نه دي نو مجبور يا به هېواد پرېږدي او يا به هم کوم بل تدبېر نيسي.»
د حکمتیار ناخوښي په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې د دغه ګوند دوه غړي په هرات او ننګرهار کې د وسلهوالو لهخوا ووژل شول.