حکمتیار: ناټو په واشنګټن کې د «کولاب مېشتو» مقاومت کوونکو لپاره دفتر پرانیستی

لخوا Aamaj News

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وایي چې ناټو او ورسره هېوادونه؛ له یوې شرم ناکې ماتې وروسته، له افغانانو څخه د خپل غچ اخیستو او د اوبه شوي حیثیت د جبران پخ لټه کې دي.

حکمتیار په یوه وینا کې ویلي چې دې هېوادونو د افغانستان نوی حکومت تر فشارونو لاندې نیولی، بندیزونه یې لګولي او د افغانستان بانکي شتمنۍ یې کنګل کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې ناټو د نظام له مخالفینو ملاتړ کړي، په واشنګټن کې یې د کولاب مېشتو مقاومت کوونکو لپاره دفتر پرانیستی او د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو مخه نیسي.

د حزب اسلامي رهبر څرګنده کړې چې «ناټو اجازه ورنکړه چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازی، استازولي وکړي. خو په ورته وخت کې هڅه کوي؛ چې په کابل کې خپلې ډيپلوماټیکې استازولۍ پرانیزي، له افغانستان څخه خپل پوځي، سیاسي، استخباراتي و رسنیز همکاران ولېږدوي او د بشري مرستو تر نوم لاندې خپلو سیاسي او استخباراتي کړنو ته اجازه ترلاسه کړي.»

د حکمیتار په باور؛ نه ایمان اجازه ورکوي، نه عقل او نه د نفس عزت چې له دې ټولو دوښمنيو سره؛ هغه هېوادونو ته د سیاسي او استخباراتي کړنو اجازه ورکړل شي چې د افغانستان په وړاندې یې دوښمنیو ته زور ورکړی او د یوې بلې جګړې د تحمیل او د اوسني حکومت له منځه وړلو په لټه کې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ