د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي چې په افغانستان کې د ایتلافي یا ټول شموله حکومت جوړول ناشوني دي.
حکمتیار تېره ورځ (جمعه) له سپوتنېک سره په مرکه کې ویلي: «په افغانستان کې شرایط داسې دي چې د یوه ټول شموله حکومت جوړول تقریبا ناشوني دي او دا د حل لاره نه ده.»
حکمتيار زياته کړې: «ايتلافي حکومتونه تل ناکام دي او د افغانستان په شرايطو کې عملي نه دی.»
د حزب اسلامي مشر وايي، که د حکومت نيمايي برخه هغو کسانو ته ورکړل شي چې له امريکايانو سره يو ځای له افغانستانه وتلي، بيا به هم هېواد ته راستانه نه شي.
باید يادونه وشي چې د ټول شموله حکومت جوړول د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړيوالې ټولنې يو له شرطونو څخه دی.
خو طالبان تل ټینګار کوي چې د دوی له خوا جوړ شوی حکومت ټول شموله دی.