د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، پر افغانستان باندي د طالبانو واک وروسته او له دغه هیواد سره د نړیوالي مرستي درېدل، په ٢٠٢٢ میلادي کال کې له ۲۴.۴ میلیونو څخه ډېر خلک بشردوستانه روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کي راغلی، روغتیایی مرکزونه، په ځانګړې توګه روغتونونه، د درملو او اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په داسې حال کې چې ډېر افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي او افغانان د کرونا، شري او خوارځواکۍ په ګډون د ګڼو ناروغیو له خپرېدو سره مخ دي، او اړینو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله دوی خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په همدې حال کي د بشري حقونو څار ټینګار کړی څو اقتصادي بحران ته سمدستي رسیدګي وشي او همدارنګه یې د افغانستان د اقتصاد د بیا فعالولو لپاره عملي ګام اوچت شي څو د دې هیواد روغتیايي سیسټم بیارغونه وشي.
دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه سازمان په وار وار خبرداری ورکړی و چې د دغه هېواد روغتیايي سیستم د سقوط په درشل کي دی.