د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هزاره‌گان څه ډول ژوند کوي؟

لخوا Aamaj News

د امریکا اسکای نیوز په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په یو راپور کې د هزاره‌گانو وضعیت ته کتنه کړي او راپور یې ورکړی چې د افغانستان یو زیات شمېر هزاره‌گانو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هېواد پرېښی. دغه راپور زیاته کړې؛ چې هزارهگان د نورو قومونو ترڅنګ د تېرو شل کالونو جګړو او په ځانګړي ډول د طالبانو موخه ګرځول شویو ځان وژونکو بریدونو قربانیان و.

دغه تلویزیوني شبکې زیاته کړې؛ که څه هم د خراسان داعش ډلې دغه خلک (شیعه/هزاره) له شام څخه تر خراسان پورې په مرګ ګواښلي، خو ځینو هزاره‌گانو له اسکای نیوز سره په خبرو کې ویلي چې طالبان دوی د افغانستان د ښاریانو په نوم نه مني.

یوې شپاړس کلنې نجلۍ چې خپله مور یې د طالبانو د یوې چاودنې په پایله کې له لاسه ورکړې، اسکای نیوز ته یې ویلي (افغانستان د هر څه له کمښت سره مخ دی، زما مور خورا ډېره مهربانه وه. ولې حتی یو امبولانس شتون نه درلود چې هغه روغتون ته ورسوي.)

هغه هزاره‌گانو هم چې له بهرنیو ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې دغه تلویزیوني شبکې ته ویلي؛ چې طالبان د انتقام اخیستو په لټه کې دي او له همدې امله دوی په پټه ژوند کړي.

اسکای نیوز په دې راپور کې څرګنده کړې، هزاره‌گان او نورې قومي ډلي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې او توصیه لیک او له بهرنیانو څخه نور اسناد په لاس کې لري، اوس په وېره او پټه ژوند کړي.

څو نورو کسانو طالبان په دروغ ویلو تورن کړي او ویلي یې دي (طالبان دروغ وایي او عمومي عفو شتون نه لري.)

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ