د بشري حقونو څار بنسټ نن (سه شنبه د وږې ۱۵مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې داعش په وار وار پر هزاره ګانو او نورو مذهبي لږکیو په جوماتونو، ښوونځیو او د هغوی د کار پر ځایونو بریدونه کړي، خو طالبانو د دغو ټولنو د ساتنې لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، په تېر یو کال کې د داعش له خوا د ترسره شویو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ همداراز ۱۹۹۰ لسیزې ته په اشارې سره ویلي، له دې چې هزاره ګان ډېری شیعه توکمیزه ډله ده، له یوې پېړۍ نه زیات د افغان حکومتونو له خوا له تبعیض او ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ دي.
دغه سازمان د طالبانو له خوا د رسنیو د سخت سانسور او مخ په زیاتېدونکي ځپلو په غبرګون کې ویلي چې دا په دې مانا ده چې د لا زیاتو بریدونو احتمال شته چې د راپور ورکولو حق نه دی ورکول شوی.
له یوې خوا د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان څیړونکې، فرشته عباسي ویلي، د طالبانو له واکمنۍ راپه دېخوا، د داعش پورې تړلو جنګیالیو د هزاره ټولنې پر غړو ډېر وحشیانه بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ کې د افغانستان دغې څېړونکې ټینګار کړی چې «طالبان مسوولیت لري چې د هغو ټولنو ساتنه وکړي چې په خطر کې دي او د بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له وروستیو بریدونو وروسته، طالبانو ویلي، چې د جوماتونو، ښوونځیو او لږکیو په ګډون نورو عامه ځایونو د امنیت د تامین لپاره فعالیتونه تر سره کړي دي او دغه فعالیتونه به زیات کړي.