د امریکا د مذهبي آزادۍ کمیسیون: طالبان افغانستان کې د هزاره وګړو د وژنې مسوولین دي

لخوا Aamaj News

د امریکا مذهبي آزادۍ کمیسیون طالبان په افغانستان کې د لسګونه هزاره وګړو د وژل کېدو مسوولین بللي. یاد کمیسیون زیاتوي چې دا ډله نه ده توانېدلې د داعش خراسان ډلې په وړاندې په افغانستان کې د هزاره ګانو ساتنه وکړي.

یاد کمیسیون تېره ورځ (سه‌شنبه د اګېسټ ۲۳مه) په یوه بیانیه کې ویلي چې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره، مذهبي آزادۍ په لوړه کچه کمې شوې دي او ځينې مذهبي اقلیتونه د انقراض له ګواښ سره مخ دي.

د یاد کمیسیون په راپور کې راغلي، د دې سربېره چې طالبانو ژمنه کړې چې د ټولو مذهبي او قومي ډلو ساتنه وکړي؛ خو په ورته حال کې د دې ډلې له واک ته رسېدو له وخت څخه «افغانستان کې مذهبي آزادۍ شرایط» خراب شوي دي.

یاد کمیسیون ویلي چې د مذهبي اقلیتونو ځينې ټولنې له غچ اخیستو څخه د وېرې له امله، هڅه کړي خپله عقیده پټه وساتي.

د امریکا مذهبي آزادۍ کمیسیون په وینا، طالبان له خپل سني اسلام څخه د کم تفسیر په درلودلو سره، د مذهبي آزادۍ او ټولو هغه افغانانو لپاره ګواښ دي چې دا تفسیر نه مني.

د امریکا د مذهبي آزادۍ کمیسیون زیاته کړې: «د طالبانو لخوا د دیني تفسیر په تاوتریخوالي سره منل، د مذهبي اقلیتونو، ښځو، د ترانسجندر ټولنې غړو او هغه افغانانو آزادۍ تر پښو لاندې کوي چې له اسلام څخه بېلابېل تفسیرونه لري.»

د امریک مذهبي آزادۍ کمیسیون د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په سیستماتیک ډول د مذهبي آزادیو تر پښو لاندې کوونکی هېواد وپېژني.

د یاد راپور پر بنسټ، طالبان په افغانستان کې د «مسیحي ټولنو له شتون» انکار کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ