د کابل په لوېدیځ کې په وروستیو چاودنو کې د ۱۲۰ کسانو له وژل کېدو او ټپي کېدو وروسته د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان باید ژر تر ژره د هزاره ګانو د خوندیتوب لپاره خپل اقدامات زیات کړي.
دغه سازمان د کابل په لوېدیځ کې په هزاره مېشتو سیمو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي: «په افغانستان کې پر هزاره ګانو سیستماتیک بریدونه د بشریت ضد جنایت دی او باید په ډاګه وغندل شي.»
د بښنې نړیوال سازمان د اسیا سوېل سیمې څېړونکی، زمان سلطاني وايي چې طالبانو دې د واقعي چارواکو په توګه د نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم د دغو بریدونو په اړه سمدستي، بې پرې او بشپړه څېړنه وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان د اسیا د سوېل سیمې دغه څېړونکی له طالبانو وغوښتل له کومه چې تېر کال د هزاره ګانو په وړاندې ګڼ شمېر بريدونه تر سره شوي دي او چې په افغانستان کې د ټولو د مخنیوي لپاره یې هیڅ کوم اقدام نه دی شوی، طالبانو دې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره په عاجله توګه لازم اقدامات زیات کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، هزاره ګان د طالبانو په امنیتي او حکومتي جوړښت کې هیڅ اغېزمن استازیتوب نه لري.
د بښنې نړیوال سازمان دغه غبرګون په داسې حال کې کیږي چې د کابل په لوېدیځ کې په وروستیو چاودنو کې ۱۲۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
داعش ډلې د دغو چاودنو پړه منلې ده.
2 تبصرې
For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.
… [Trackback]
[…] Read More here on that Topic: aamajnews24.com/ps/hazara-10/ […]