حقاني: د دولتي پوهنتونونو د تړل کېدو یوازینی لامل د پیسو کمښت دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني نن کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل؛ چې هېواد کې ۴۰ دولتي پوهنتونونه او ۱۵۰ خصوصي پوهنتونونه شتون لري، چې ټولو خصوصي پوهنتونونه د وږې میاشتې له ۱۵ نېټې فعال او دولتي به هم ژر فعال شي. 

د طالبانو لوړو زدکړو وزارت سرپرست د دولتي پوهنتونونو د تړل کېدو اصلي لامل اقتصادي ستونزې ښودلې دي. 

نوموړی زیاتوي؛ چې تحصیلي نظام باید له دین څخه د دفاع توان ولري. 

حقاني ټینګار وکړ؛ چې هڅه به وکړي تر څو د افغانستان تحصیلي نظام د نړۍ د هېوادونو سیال شي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ