عالم ګل حقاني: د پاسپورټ ریاست د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د پاسپورټ رئیس، عالم ګل حقاني له رویترز سره په خبرو کې ویلي؛ چې یاده اداره په کابل کې د تجهیزاتو له کمښت سره مخ ده او خلک باید د پاسپورټ اخیستلو لپاره له صبر او حوصاې څخه کار واخلي.

حقاني زیاته کړې؛ چئ موږ د یاد دفتر پرانیستلو لپاره خپلې هڅې کړې دي، خو بیا هم د تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو او ډېر ژر به د پاسپورټ ریاست پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې څه باندې یوه میاشت کېږي د پاسپورټ ریاست بند شوی او د هغې سربېره هم؛ هره ورځ سلګونه کسان د پاسپورټ اخیستلو لپاره، د یاد ریاست د دروازو شاته راټولېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ