په کابل کې د طالبانو د یوه نفوذي څېرې وژل کېدل؛ «د ځانمرګي تبلیغ کوونکی د ځانمرګي ښکار شو»

لخوا Aamaj News

رحيم الله حقاني د افغان او پاکستاني طالبانو يو له با نفوذه تبلیغ کوونکي څخه و چې د سرچينو په وينا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وړاندې «د پاکستان په زبیریه دارالعلوم کښې طالب جنګیالیو ته د ديني تعليماتو او د ځانمرګو بريدونو یا د طالبانو په وينا، د استشهادي بريدونو د ارزښت» په تدریس بوخت و.

د پاکستان زبیریه دارالعلوم هغه ځای دی چې په زرګونو طالب جنګیالي «دیني زده کړو» له تر لاسه کولو وروسته فارغ شوي او د دې دارالعلوم اکثره فارغین په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې په مهمو دندو ګومارل شوي دي.

رحيم الله حقاني دوه کاله وړاندې د خيبر پښتونخوا په زبیریه دارالعلوم کې په يوه چاودنه کې سخت ټپي شوی و چې تر درملنې وروسته يې بيا د طالب جنګیالیو په تدريس بوخت شو او بالاخره د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د زمري ٢٠مه د ماسپښين شاوخوا درې بجې د کابل ښار په شش درک کې د طالبانو د استخبارات ریاست مېلمستون په ګاونډ پخپل نامه په یوه ديني مدرسه کې په یو ځانمرګی برید کې ووژل شو.

سرچینې وایي چې پر رحیم الله حقاني د ځانمرګي برید پر مهال په دغه مدرسه کې لسګونه پاکستاني طالبان هم شتون درلود چې د دغه برید په پایله کې یو شمېر دغه وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د حقاني د دغه با نفوذه کس وژل کېدل په کابل کې د طالب چارواکو غبرګونونه راپارولي دي، چې له دې جملې څخه د طالبانو یو ویاند، بلال کریمي د حافظ شیرازي په یو شعر سره په یو لړ ټوېټونو کې لیکلی «هرگز نمیرد آن که دلش زنده شد به عشق؛ ثبت است بر جریدهٔ عالم دوام ما (هیڅکله نمري د چا زړه چې په مینه ژوندی شو؛ د نړۍ په جریده کې زموږ دوام ثبت دی)»

د طالبانو دغه ویاند پر رحیم الله حقاني ځانمرګی برید غندلی او هغه یې بزدلانه بللی دی.

په همدې حال کې په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ پخواني ویاند، جنرال مبین په یو لړ ټویټونو کې د دغې ډلې د مشرانو د امنیت د تامین لپاره د استخباراتو د ریاست د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ځینې غړي د دې ډلې د استخباراتو پر ریاست د «اسلامي امارت» د مهمو غړو د امنیت په ساتلو کې د بې غورۍ تور لګوي.

دا ټول په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان یو جګپوړی غړی، عمر خالد خراساني په پکتیکا ولایت کې ووژل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ