د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني خوست ولایت ته د سفر پر مهال یوه غونډه کې یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو وغښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي ویلي چې دوی او نړیواله ټولنه یو بل ته اړتیا لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: «که نړۍ موږ په رسمیت وپېژني یا نه، ملت دې ډاډه اوسي چې موږ به په خپل همت له هرې بدبختۍ سره مبارزه کړو.»
حقاني زیاته کړې چې شل کاله یې له امریکا سره مبارزه کړې، که په رسمیت ونه پېژندل شي بیا هم مبارزه کړي.
نوموړي په ورته وخت کې زیاته کړې؛ چې د طالبانو حکومت له ګاونډیو او نړیوالو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو جوړولو ته چمتو دی.
د طالبانو کورنیو چارو وزیر ویلي؛ چې افغانستان به د هېڅ هېواد لپاره ګواښ ونه اوسي او وسلوالو ډلو ته به هم د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.
سراج الدین حقاني همداشان د افغانستان ارزي زېرمو په آزادولو هم ټینګار وکړ.
نږدې د یو کال په تېرېدو سره، د طالبانو حکومت لا هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د نورو هېوادونو په وړاندې د افغانستان له خاورې د ګټې اخیستنې مخنیوی، له ترورېزم سره مبارزه، د ټول ګډونه حکومت جوړول او بشر حقونو ته درناوی؛ د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د هېوادونو او نړیوالې ټولنې شرطونه دي.