د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې که د امریکا محتده ایالات د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني، د هغه هېواد په وړاندې ګواښونو ته دوام ورکوي.
حقاني په دې خبرو اترو کې ویلي، تر هغې چې امریکا د طالبانو له په رسميت پېژندلو انکار وکړي، د امریکا په وړاندې ګواښونو ته به دوام ورکړي.
د حقاني په وینا: “امریکا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو سره، د افغانستان خلکو په وړاندې د ذوښمنۍ دروازې په بشپړ ړول پرانیزي.”
سراجالدین حقاني څرګنده کړې، کله چې په رسمیت وپېژندل شي، نور به د چا لپاره تهدید ونه ووسي او اوس د افغانستان په خاوره کې هېڅ ترورستي سازمان یا ډله شتون نه لري.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې؛ چې طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن دي او امریکا هم باید د یاد تړون پر بنسټ پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
حقاني د طالبانو صفونو ته د پخوانیو امنیتي ځواکونو د راګرځېدو په اړه ویلي چې پخواني امنیتي ځواکونه به د تقوا او درایت پر بنسټ په امنیتي مسایلو کې جذب شي.
همداشان نوموړي د هغه کسانو په اړه چې د طالبانو په صفونو کې په فساد او ناقانونه کړنو لاس پورې کوي؛ ویلي چې دا کسان د طالبانو د رهبر په امر عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل کېږي؛ خو اوس د یاد کسانو شمېر د طالبانو په صفونو کې کم دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني په داسې حال کې دا خبرې کړي چې د امریکا متحده ایالاتو د نوموړي د نیولو لپاره لس میلیون ډالري جایزه ټاکلې او نوموړی د امریکا فدرال پولیسو د تعقیب لاندې خلکو په لېسټ کې دی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د نړۍ هېوادونو د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره ځینې شرطونه لکه؛ د ټول ګډونه حکومت جوړول، د ښځو حقونو په ګډون د بشر حقونو رعایت کول، د القادې په ګډون له ترورېزم سره مبارزه، یې طالبانو ته وړاندې کړي.