حقاني: هغه کسان چې د بخښنې له فرمان څخه سرغړونه کړې، په نږدې راتلونکي کې به محاکمه شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني نن په یو اختريز پیغام کې ویلي، هغه کسان چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د بخښنې له فرمان څخه سرغړونه کړې، د اسلامي شریعت په مطابق به محاکمه شي.

نوموړی زیاته کړې: «هغه کسان چې له دغه فرمان څخه سرغړونه کړې او خپل احساسات یې پر اصولو غوره کړي دي، د اسلامي شریعت له احکامو سره سم به محاکمه شي.»

حقاني زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر دښمنانو د افغانانو په منځ کي د نفاق اچولو په موخه پر ملکي اهدافو وحشیانه بریدونه کړي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي مخکې د پخوانیو دولتي سرتیرو او کارمندانو د شکنجې، ځورونې او وژنې راپورونه خپاره شوي دي.

له بلي خوا نیویارک ټایمز په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو بخښنه یوازې یوه «تشه وعده» وه.

نیویارک ټایمز په دغه راپور کي ويلی و چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۵۰۰ ډېر پخواني پوځیان وژلي او یا یې په زوره ورک کړي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ