حقاني: موږ د افغانستان لپاره د قوش‌تپې کانال په اندازه وینه ورکړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د دې ډلې د پولیسو د اکاډمۍ د روزنیز نصاب د بیا کتنې په غونډه کې وویل: «که پولیس په خپلو وړتیاوو او نصاب کې پر ځان بسیا وي، هیڅوک نه شي کولای د نظام او خلکو تر منځ واټن رامنځته کړي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ويلي، د دې ډلې خدمتونه به هغه وخت بشپړ شي چې اسلامي او افغاني فکرونه پر شخصي غوښتنو غالب شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر زیاته کړی: «موږ افغانستان لپاره د قوش‌تیپې د کانال په اندازه وینه ورکړې ده.»

سراج‌الدين حقاني زياته کړه:«جهاد د هېواد د ازادۍ او پرمختګ لپاره و او بايد د وظيفې بديل ونه ګڼل شي.»

د هغه په ​​وينا، «زموږ خدمت به هغه مهال بشپړ شي، چې زموږ د ذوق پرځاى اسلامي او افغاني فکر پر موږ غالب شي او موږ ترې ګټه واخلو.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، سراج‌الدین حقاني د دغه وزارت له ځواکونو غوښتي چې د خپلو مشرانو د «حکمونو» په پلي‌کولو کې له ښې طریقې کار واخلي.

د حقاني شبکې د مشر او د انتحاري کنډک د بنسټګر دغه خبرې له غبرګونونو سره مخ شوې دي. د ټولنیزو شبکو فعالانو او کارونکو ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې د حقاني شبکې د انتحاري حملو په نتیجه کې د وژل‌شویو کسانو وینه که راټوله شي، د قوش‌تپې د کانال له اوبو څخه به زیاته شي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

movies watch September 27, 2023 - 1:57 pm ځواب
Radio Seribatu - Mesin November 5, 2023 - 1:59 pm

very satisfying in terms of information thank you very much.

ځواب

یو نظر پریږدئ