حنفي: زموږ پالیسي داده چې هیڅکله ملکي وګړو ته د زیان رسېدو غوښتونکي نه یو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د لومړي وزیر، ملا محمد حسن آخوند اداري مرستیال، عبدالسلام حنفی، د اهل تشیع د یو شمېر علماوو او مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د حکومت پالیسي دا ده چې هیڅکله ملکي وګړو ته د زیان رسېدو غوښتونکی نه دی.

دا لیدنه نن (دوشنبه، د چنګاښ ٦مه) تر سره شوې او شریف بلخابي، د ګډون کوونکو په استازیتوب ویلي چې د بلخاب خلک د سولې او هیواد مینه‌وال خلک دي، د هیڅ ډول ستونزې غوښتونکي نه دي.

بلخابي زیاته کړې: «د اصلي ستونزو لامل هغه کسان دي چې له دغو مسایلو څخه ناوړه ګټه اخلي.»

په ورته وخت کې عبدالسلام حنفي څرګنده کړې: «اسلامي امارت هیڅکله ملکي وګړو ته د زیان رسېدو غوښتونکي نه، بلکې د اسلامي امارت نظام پالیسي داده چې د خپل هیڅ وطنوال په وړاندې مورچل نه جورړوي.»

دا په داسي حال کې ده؛ چې له څو ورځو راپه دېخوا د طالب ځواکونو او د طالبانو هزاره قومندان، مولوي مهدي تر لاس لاندې ځواکونو تر منځ د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې نښتي دوام لري.

اړوند لیکنې