د طالبانو د صدراعظم مرستیال: د ښځو له حقونو ملاتړ کړو او زموږ تګ لاره د هر افغان د حیثیت او عزت ساتنه ده

لخوا Aamaj News

د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن (چهارشنبه، د کب ۱۸مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې د طالبانو حکومت د صدراعظم ملا محمد حسن اخند مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د ژغورنې نړیوالې کمیټې(IRC) له مرستیالې میدلن سیدلر سره په ارګ کې لیدلي.

په یاده لیدنه کې عبدالسلام حنفي ویلي؛ چې هیله ده د هغه افغان مېرمنو وضعیت چې د جګړو له امله زیانمنې شوې دي، له نږدې وڅېړل شي، تر څو د دوی ستونزو د لاسرسي او د تېرو جګړو د اغېزو د کمښت لپاره، په ګډه توګه همکاري وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې ۵ میلیونه افغانان په نشه یي توکو روږدي دي، چې یو میلیون یې ماشومان او ښځې دي.

د حنفي په وینا؛ که نړیواله ټولنه په بدیل ډول د افغانستان له کروندګرو سره د معیشت په برخه کې مرسته وکړي، حکومت ژمن دی چې د نشه یي توکو له کښت څخه مخنیوی وکړي.

د طالبانو د صدراعظم مرستیال همداشان څرګنده کړې؛ چې د دوی حکومت د ښځو له حقونو ملاتړ کړي او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله په فرمان کې د ښځو مقام، ارزښت او ملاتړ په کره ډول بیان شوی.

حنفي زیاته کړې؛ چې د حکومت تګ لاره دا ده چې د هر افغان حیثیت او عزت وساتل شي او ټول په خپل هېواد کې په امن فضا کې ژوند وکړي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې مرستیالې میدلن سیدلر بشري خدمتونو ته په اشارې سره څرګنده کړې: “موږ د افغان مېرمنو او ماشومانو تر څنګ یو. تېره ورځ مو په کابل او لوګر ولایتونو کې د روغتونونو له وضعیت څخه له نږدې لیدنه وکړه، چې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري او موږ په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکوو.”

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ