کرزی: ملي خبرې اترې د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ حل لاره ده

لخوا Aamaj News

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي؛ چې ملي خبرې اترې د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ حل لاره ده.

کرزي تېره ورځ ناوخته د یو شمېر ټویټونو په خپرولو سره په کابل او مزارشریف ښارونو کې چاودنې په سختو ټکو وغندلې او هغې یې بشري جنایتونه وبلل.

نوموړي زیاته کړې؛ چې یادې چاودنې له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

حامد کرزي د پردیو د دسیسو د مخنیوي او ټول هېواد کې د پایښت لرونکې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د یوالي او اتفاق پر تقویت او د ملي خبرو اترو پر پیل ټینګار کړی او دا یې د هېواد د ژغورلو یوازینۍ لاره بللې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې مزارشریف کې د ۳ پرله پسې چاودنو او د کابل یو جومات کې د چاودنې له امله څه کم ۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۵۰ کسان نور ټپیان شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ