د افغانستان د حج زیارت کوونکو لومړی کاروان نن سعودي ته روان شو

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت خبر ورکړی چې د حج زیارت کوونکو لومړی کاروان نن د سعودي عربستان په لور روان شوی.

یاد وزارت نن (یک شنبه) دا موضوع اعلان کړې ده.

یادې الوتنې نن کابل د مدینې منورې په مقصد پرېښود.

د یادونې وړ ده؛ چې سعودي عربستان سږ کال له ټولې نړۍ څخه یوازې یو میلیون زیات کوونکو ته د حج مراسمو ادا کولو حق ورکوي چې له دې ډلې د افغانستان برخه ۱۳ زره او ۵۸۲ کسان کېږي.

د یادونې وړ ده؛ چې له دې وړاندې سعودي عربستان د کرونایي بندیزونو له امله ډېر کم شمېر زیارت کوونکو ته د قرنتین شرایطو په پام کې نیولو سره د زیات اجازه ورکوله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ