په زابل ولایت کې د یوې څاه دننه د شپږ کلن ماشوم حیدر له مړینې وروسته، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د بې سرپوښه څاهګانو د څېړنو غوښتونکی شوی.
په هغه حکم کې چې نن د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لخوا خپور شوی، د طالبانو والیانو او ولسوالانو ته امر شوی، چې د بې سرپوښه څاهګانو د کره شمېرې مالومولو او څېړلو په موخه دې ځانګړی هيئت رامنځته کړي.
د یاد امر پر بنسټ، د څاهګانو له مالکینو دې وغوښتل شي چې څاهګانو باندې یې سرپوښونه کېږدي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداشان د جوماتونو له ملایانو غوښتي چې د منبرونو له لارې د یادې موضوع د ارزښت په اړه خلکو ته خبرې وکړي تر څو د زابل پېښه تکرار نه شي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې حیدر د ژغورنې عملیات له ۷۲ ساعتونو وروسته د نوموړي له مړینې سره پای ته ورسېدل.