په هرات کې د طالبان امر بالمعروف او نهیې عنالمنکر ادارې په یو وخت د بدن جوړولو سپورټي ځایونو کې د نویو ځوانانو او لویانو ګډون «تحریک کوونکی» بللی او منع کړی.
دوی خبرداری ورکړی؛ چې که د دوی له امر سرغړونه وشي، روزونکو ته به سزا ورکړي.
هرات کې د امر بالمعروف او نهیې عنالمنکر ریاست د بدن جوړونې روزونکو ته ویلي چې سپورټ کوونکي په درې برخو؛ نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو (تر ۱۸ کالونو ښکته، ۱۸ کاله او تر ۲۱ کالونو پورته) ووېشي.
یاد ریاست همداشان د بدن جوړونې ځایونو خاوندانو ته ویلي؛ چې سپورټ کوونکي د سپورټ پر مهال نه باید سندرې واوري او د لمونځ پر مهال باید تمرینونه ونه کړي.
طالبانو همداشان د بدن جوړونې کلپونو ته خبرداری ورکړی؛ چې ژر تر ژره له کلپونو څخه د بدن جوړونې د سپورټ کوونکو انځورونه ښکته کړي.