د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان اقتصاد په اشارې سره ویلي چې د دې هېواد څه باندې نیم جمعیت د لوږې له سختو کچو سره مخ دی.
نوموړي د نړۍ رهبرانو ته په خطاب کې ویلي چې ملتونه «په یو نړیوال بې ګټې توب کې» ښکېل شوي او له لویو ستونزو سره د مقابلې تمایل او چمتووالی نه لري.
اسوشیتېدپرس تېره ورځ (سه شنبه) راپور ورکړی چې ګوترش د ملګرو ملتونو اوه اویاومې عمومې کلنۍ ناستې په پرانیستنه کې په اوکراین کې جګړې، د نښتو پراخېدلو، خراب اقتصادي وضعیت او نړۍ کې اقلیم ته اشاره کړې ده.
نوموړي څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه چمتو یا هم حاضره نه ده تر څو له لویو ستونزو سره مخ شي.
ګوترش زیاته کړې نړۍ کې د هوا بدلونونه په چټکۍ سره کېږي او په دې وروستیو کې یوه پېښه پاکستان هم تجربه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي څرګنده کړې چې د ګلخانهای ګازونو خپرېدلو کې باید تر ۲۰۳۰ کال پورې ۴۵ سلنه کمښت راشي او هېوادونه او شرکتونه باید د خپلو کړنو لګښتونه پرې کړي.