ګوترش: د نجونو زده کړه په افغانستان کې د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي، انتونیو ګوترش یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړې چې طالبان باید په دغه هېواد کې د نجونو د زده کړې د حق مخه ونه نیسي.

انتونیو ګوترش تېره ورځ (دوشنبه) د ملګرو ملتونو په ٧٧مې عمومي غونډه کې ویلی چې د نجونو زده کړه په افغانستان کې د امنیت او تلپاتې پراختیا په لور یو مهم ګام دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې خپلې تعليمي مالي سرچينې وساتي او د زده کوونکو پر اسانتیاوو او د درسي میتود د کيفيت د ښه والي او پر لا ښه زده کړې د هغه اغېز لپاره هڅې او د پوهنې بوديجه زیاته کړي.

ګوترش ټینګار وکړ چې د پوهنې سکتور تمویل باید د ټولو حکومتونو لومړی لومړیتوب وي. ځکه د ده په وینا دا د یوه هیواد تر ټولو مهمه او اساسي پانګه پر خلکو او د هغوی پر راتلونکي ده.

د پوهنې د اهمیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبانو په افغانستان کې له واک ته د رسېدو راهیسې په بېلابېلو پلمو د ښځینه زده کوونکو د حضور مخه نیولې او د ملګرو ملتو پرله پسې غوښتنو په ګډون، تل یې له نړیوالو فشارونو سترګې پتې کړي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ