ګوترش: یو توکمیز دولت د افغانستان د ستونزو حل لاره نه ده

لخوا Aamaj News

د ملکرو ملتونو سازمان سرمنشي آنتونیو ګوترش د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره لیدنه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ چې امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي.

په دې لیدنه کې ګوترش ویلي؛ چې یو توکمیز دولت د افغانستان د ستونزو حل لاره نه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ؛ په دې خبر اترو کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ویلي: “موږ خم دا فکر کړو چې د افغانستان دولت باید په ریښتیني ډول ټول‌ګډونه وي، نه په ننداره‌ییز ډول.”

ګوترش په دې لیدنه کې په افغانستان کې د افغانستان انساني ناورین ته د لاسرسي پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د زدکړو او لوړو زدکړو له حق څخه د ښځو محرومیت او اقتصادي سقوط د افغانستان سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره بدې پایلې لري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ هېوادونو په افغانستان کې د بشر حقونو پر رعایت او د ټول‌ګډونه دولت پر جوړښت ټینګار کړی.

خو د طالبانو حکومت چارواکو تل ویلي چې د دوی حکومت ټول‌ګډونه دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ