ګوترش: القاعده اوس هم له طالبانو سره اړیکه لري او په افغانستان کې په آزاد ډول فعالیت کړي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي آنتونیو ګوترش ویلي، د الظواهري وژل کېدو دا څرګنده کړه چې طالبانو اوس هم له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي نن (سه‌شنبه د تلې ۵مه) د افغانستان په اړه خپل درې میاشتني راپور کې یو ځل بیا ټينګار کړی، چې کابل کې د القاعده د مشر الظواهري وژل کېدو له ترهګرو ډلو سره د طالبان اړیکه برملا کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په دې راپور کې راغلي، چې کابل کې د الظواهري د وژل کېدو په اړه د امریکا متحده ایالاتو اعلامیه له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکې د دوام ښکارندویه وه، چې دوی د ترهګرۍ ضد ژمن په خلاف عمل کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې طالبانو کابل کې د القاعده رهبر له شتون څخه په انکار سره؛ له امریکا څخه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا د تر پښو لاندې کولو لپاره نیوکه وکړه او د لاریون لپاره یې زرګونه کسان راټول کړل.

ګوترش څرګنده کړې، چې القاعده اوس هم له طالبانو سره اړیکه لري او په افغانستان کې د تګ راتګ له آزادۍ برخمن دی. هغه خبرې چې طالب چارواکو تل رد کړې دي.

نوموړي په دې راپور کې ټينګار کړی دی، چې داعش د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول هزاره‌ګانو او هندوانو، صوفیانو او طالبانو موخه ګرځولو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر بنسټيزو آزادیو او حقونو بندیزونه؛ له دې ډلې پر زده‌کړو یې بندیزونو دوام کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې دې بندیزونو افغانستان په هغه یوازیني هېواد باندې بدل کړی دی، چې د نجونو د زده‌کړو له بشپړ حق څخه بې برخې دی.

نوموړي همداشان له طالبانو غوښتي، چې د دې هېواد د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له ټولو بنسټيزه آزادیو او حقونو څخه ساتنه وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ