د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د زدهکړو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالب چارواکو غوښتي، چې د نجونو منځنیو او لوړو زدهکړو په وړاندې ظالمانه بندیزونو ته د پای ټکی کېږدي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د (جنوري ۲۴مې) د زدهکړو نړیوالې ورځې په مناسبت یو پیغام کې ویلي: «زه په ځانګړي ډول افغانستان کې له واکمنو چارواکو غواړم، چې منځنیو او عالي زدهکړو ته د نجوني د لاسرسي ظالمانه او ناکام بندیز لغوه کړي.»
ګوترش زیاته کړې ده؛ چې اوس د دوهګوني چلندونو ټولو هغه قوانینو او تګ لارو ته د پای ټکي اېښودو وخت دی، چې زدهکړو ته د لاسرسي د مخنیوي لامل کېږي.»
یونسکو نن (سهشنبه د سلواغې ۴مه) د زدهکړو نړیواله ورځ د افغانستان ښځو او نجونو زدهکړو ته ځانګړې کړې ده.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې. تازه یې د ښځو لوړې زدهکړې وځنډولې او غیر دولتي بنسټونو کې یې د ښځو کار منع کړ.