د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وایي، چې اوس وخت نړۍ کې څه باندې ۱۱۸.۵ میلیون نجونې ښوونځي ته له تګ بې برخې دي. نوموړی زیاتوي؛ چې هېڅ شی هم نه شی کولی له درسي ټولګیو د نجونو بې بې برخېتوب توجیه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو سربېره، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې هم تړلې دي.
دې ډلې څه موده وړاندې د نجونو پر مخ د پوهنتونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې هم وتړلې. په دې توګه افغانستان کې نجونې په بشپړ ډول له زدهکړو بې برخې شوې دي.