ګوترش: روان کال کې څه باندې ۷۰ خبریالان په ټولنه کې د خپل حیاتي رول له امله وژل شوي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي آنتونیو ګوترش په یو ټوېټ کې لیکلي چې روان کال کې څه باندې ۷۰ خبریالان په ټولنه کې د خپل حیاتي رول له امله وژل شوي.

نوموړي همداشان زیاته کړې؛ چې د دې جنایتونو ډېری قضیې نه دي څېړل شوې.

ګوترش زیاته کړه چې د معافیت موجوده کلتور باید پای ته ورسیږي ترڅو خبریالان وکولی شي خپل کره ماموریت ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو پېښو کې درې ورځې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان موټر یوه پاکستانۍ خبریاله د لاریونونو د پوښښ پر مهاله لاندې او مړه کړه.

اړوند لیکنې

1 تبصره

зарубежные сериалы смотреть онлайн March 26, 2024 - 12:06 am

In fact no matter if someone doesn’t know after that its up to other viewers that they will help, so here it happens.

ځواب

یو نظر پریږدئ