د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي یو ځل بیا په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځو د بند پاتې کېدو په غبرګون کې ویلي؛ چې دا کړنه په افغانستان کې د بشر حقونو د غیر قابل توجیه نقض دی.
د ملګرو ملتونو سازمان سر منشي آنتونیو ګوترش نن (شنبه، د وري ۱۳مه) په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځو له ځنډ څخه په ژور ډول خواشینی دی او دا کړنه ټول هېواد ته زیان رسوي. نوموړي زیاته کړې: «د افغان نجونو او مېرمنو له حقونو څخه ملاتړ، ماشومان له لوږې او ټولنه له بېوزلۍ ژغوري.»
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي زیاته کړې؛ چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو ځنډېدل، د بشر حقونو د غیر قابل توجیه نقض دی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې ټاکل شوې وه، د نجونو ښوونځي له میاشتو رخصتیو وروسته، د وري میاشتې په درېیمه د هېواد په ګوټ ګوټ کې پیل شي؛ د طالبانو د پوهنې وزارت د هماغه ورځې په سهار په یوه اعلامیه کې وویل، چې د نجونو لیسه او منځنۍ دورې ښوونځي به همداشان تر بل امر پورې تړلي پاتې کېږي.